شنبه , ۵ حمل ۱۳۹۶
اطلاعیه های جدید
خانه > معلومات عمومی > افغانستان > معرفی شخصیت های سیاسی افغانستان > د ښاغلی محمد عارف نورزی لنډه پیژندنه
د ښاغلی محمد عارف نورزی لنډه پیژندنه

د ښاغلی محمد عارف نورزی لنډه پیژندنه

 

د ښاغلی محمد عارف نورزی لنډه پیژندنه

ښاغلی محمد عارف نورزی د محترم حاجی محمد موسی خان زوی او د حاجی عبدالحبیب خان لمسی په 1337 هجری لمریز کال، د کندهار ولایت په شپږمه ناحیه کی په یوه متدین او متنفذه کورنی کی زیږدلی دی نوموړی په قوم نورزی، او حاضر وخت د کابل په ښار کی استوگن دی.

لومړنی او منځنی زده کړی یی د کندهار کی په (فاضل کندهاری جمیعت) ښونځی کی سرته رسولی او بیا د البیرونی عالی لیسی له دولسم ټولگی څخه په 1356 کال کی فارغ شوی دی، عالی تحصیلات یی په۱۳۹۰ کال د کابل پولیتخنیک پوهنتون د انجنیری په پوهنځی کی په بریالیتوب سره پای ته ورسول او اوس مهال د ماستری د دوری په زده کړه بوخت دی.

د ۱۳۵۹ کال په اواخیرو کی کله چی د وخت شوروی اتحاد هیواد زمونږ پر ګران هیواد یرغل وکړ نوموړی د ګران هیواد د آزادولو لپاره د جهاد لاره غوره کړه او مهاجر شو، د جهاد بریالیتوب وروسته په ۱۳۷۱ هجری لمریز کال کی د تورنجنرال په رتبه د کندهار ولایت د اوومی فرقی د قوماندان په توگه وټاکل شو او د ځانه په پوره مهارت ښودلو سره یی د حل و عقد د شورا غړی توب ترلاسه کړل او له ۱۳۷۵ کال نه وروسته یی د تروریزم او بهرنی یرغل په وړاندیی د مقاومت په لیکو کی پیاوړی نقش ولوبول ، د اسلامی دولت د رهبری شورا بر سیره د لس کسیزی نظامی شورا غړی هم پاتی شوی.

د اروپایی ټولنی د پارلمان په بلنه د افغانستان د تراژیدی د پای ته رسولو په موخه، فرانسی او بلجیم هیوادونو ته په سفرکی د لوړ پوړی افغانی هیئت په ترکیب کی شامل او فعاله ونډه درلوده. د سپتمبر د یولسمی نیټی د واقعی وروسته د روم او بن په تاریخی غونډو اوتړونونو کی هم د فعالوغړو څخه و، او هیواد ته یی د سولی د راوستل په کار کی پیاوړی برخه درلوده ، کله چی د افغانستان د دولت د جوریدو لپاره په بن کی غوڼده جوړه شوه او مؤقته اداره منځ ته راغله د بن د توافقاتو پر بنسټ د خفیفوصنایعو او خوراکی توکو د وزیر په توگه وتاکل شو او د خفیفو صنایعو فابریکی او د کابل او مزار شریف سیلوگانی یی ترمیم او فعالی کړی چی زرگونو وګړوته په کی د کار زمینه برابره شوه. نوموړی په بیړنی لویه جرگه کی غړیتوب درلود او په همدی مهال کی د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزیر په توگه وټاکل شو په دغه وزارت کی د ده هلو ځلو دا هیله پیدا کړه چی د سرحدی ولایاتو خلک، او قومونه به د افغانستان د وسلوالو ځواکونو تر څنګ د هیواد په دفاع کی ټینګ ودریږی.

ښاغلی نورزی د کندهار ولایت څخه ولسی جرگی ته ځان کاندید او تر بریالیتوب وروسته په ولسی جرگه کی د لومړی نائب دنده ته ځان کاندید او د رایو په اکثریت سره یی بری وګاټه او دوه کاله یی په دغه برخه کی خدمت وکړ، ورسته د جمهوری ریاست د مقام د غوښتنی له مخی، په سولی او امنیتی چاروکی د جمهور رئیس د سلاکار په توګه ، او د قومونو په مرسته د عامه ملکیتونو او لویو لارو د ساتنی د مستقلی اداری د لوی رئیس په توګه وګمارل شو چی په پای کی یی ۱۷۴ ولسوالیو کی امنیت ټینګ او خلکو وکوالی شول چی خپل راتلونکی ولسمشر ته په آزاده او هوسا فضا کی هود ورکړل، چی په ۱۳۹۰ کال یی د عنعنوی لویی جرګی د مرستیال په صفت هم دنده تر سره کړه او اوس مهال د افغانستان د اسلامی جمهوریت په وړاندیز سره سم د اوبو او بریښنا د سرپرست وزیر په توګه دنده تر سره کوی.

نوموړۍ د افغانستان ودانول، متوازن اقتصادی پرمختگ، د بشر حقوقو ته احترام اود دیموکراسی پیاوړتیا د اسلام او ملی گټو د ساتلو په چوکاټ کی خپله ملی دنده او وجیبه بولی او په نړیواله ټولنه کی د افغانستان د حیثیت اعاده کول، د گاونډیو، اسلامی نړی د ټولو هیوادونوسره د ورورگلوی اودوستی د متقابل احترام پر بنسټ نیکی او دوستانه اړیکی لاپیاوړی کول غواړی.

نظریه خود را بنوسید

پاسخی بگذارید

%d وب‌نوشت‌نویس این را دوست دارند: